Homeخبرونهپه لغمان کې ۱۱ تنو ته په ترافيکي پېښه کې مرګ ژوبله...

په لغمان کې ۱۱ تنو ته په ترافيکي پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې نن سهار په یوه ترافيکي پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي تاند ته وویل، چې پېښه د اليشنګ ولسوالۍ ګونه پال سيمه کې شوې او په خبره یې په دې پېښه کې ۱ تن مړ شوی او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

دولت زی وايي، موټر په یاده سيمه کې له یوې لوړې سطحې  کندې ته لوېدلی دی.

د نوموړي په خبره ټپيان د مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او تر درمنلې لاندې دي او زیاتوي، چې د ټپيانو حالت ښه ښودل شوی دی.

خو بل لورته ځایي خلک بيا وایي، چې داليشنګ ولسوالۍ ډیری لارې له خطرونو ډکې دي او بايد ورغول شي.

د دوی په خبره له یوه اړخه په جګړو کې وژل کېږي او بل لورته بیا د لارو د خرابوالي له امله ترافيکي پېښو هم انديښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...