Homeخبرونهد کرکټ د ملي ټيم لوبغاړو، ولسمشرغني ته د کرکټ بېټ ډالۍ...

د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړو، ولسمشرغني ته د کرکټ بېټ ډالۍ کړ

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) افغان ولسمشرمحمداشرف غني تېر ماښام د کرکټ بورډ له مسولانو د کرکټ د ملي ټيم له غړو او د شپږېزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستیال او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

د دې ناستې پرمهال د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان الله یوسفزي د کرکټ لوبغاړو ته په ټینګار سره وویل، چې د ورزش قوانینو  ته درناوی ولري او پام ورته وکړي.

هغه زياته کړه:« ورزشکاران، د هېوادو ویاړ دي او تل یې ملي بيرغ په نړۍ کې ځلانده ساتلی دی»

په ورته مهال ولسمشرغني وویل ویاړي، چې په سلام خانې ماڼۍ کې د کرکټ له لوبغاړو سره ويني.

ولسمشر زیاته کړه، چې د کرکټ ملي ټیم د نړۍ په هر ډګر کې د هېواد نوم روښانه کړی او په خبره یې د ورزش د ډګر هره څېره هيله بښونکې ده.

د ناستې په پای کې د کرکټ بورډ مسولانو هغه بېټ، چې د لوبغاړو لاسليکونه پرې شوي وو ولسمشرغ غني ته ډالي کړ.

ولسمشر داسې مهال د کرکټ بورډ له مسولانو او لوبغاړو سره ویني، چې هم مهاله د کرکټ د شپږيزه ليګ اووم پړاو سیالۍ تر پای لوبې رسېدلي دي.

د دې سیاليو پای لوبه کې د کابل بازانو او مس عینک لوبډلې نن له غرمې وروسته سیالي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...