جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت...

ایران د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

 تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي، چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ ګواښ له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

روانچي ملګرو ملتونو ته شکایت کړی، چې د ټرمپ د تهدید او دغه راز د امریکا د نورو تهدیدونو په اړه دې پلټنې وکړي.

هغه ملګرو ملتونو ته ویلي، چې په دې اړه دې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپله پرېکړه واوروي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې که ایران امریکا ته کوم ګواښ جوړ کړي نو د امریکا له څو چنده پیاوړي ځواب سره به مخ شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې کله چې د ایران د قدس ځواک مشر قاسم سليماني ووژل شو.

https://taand.net/7730/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...