یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاسیايي پراختیايي بانک: د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

اسیايي پراختیايي بانک: د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی

تاند( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د اسیا د پراختیايي بانک مسولان وایي، چې د کورونا له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی.

دغه بانک په کلني راپور د یاد وضعیت لامل کورونا او نورې امنيتي ستونزې یادې کړې دي.

سرچینې په راپور کې ویلي، چې ښایي د تېر کال په پرتله د افغانستان  اقتصادي وده منفي پنځه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان لپاره درې سلنه اقتصادي وده اټکل کړې وه.

دغه بانک وايي، په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت او فساد هم ددې لامل شوی، چې اقتصادي وده مخ پر ځوړ شي.

سرچینه دا هم وایي، چې ښايي راتلونکی کال دغه ناخوالې له منځه ولاړې شي او افغانستان به ۱،۵ سلنه اقتصادي وده ولري.

د اسیا پراختیايي بانک په راپور کې راځي، چې که د سولې خبرې پایلې ته رسېږي او په افغانستان کې امنیت تامین شي نو په هغه صورت کې به راتلونکی کال دغه هېواد اقتصادي وده ولري.

1 COMMENT

  1. داسی څوک شته چی ولسمشر ته ووایی لومړی باید هغه دولتی او خصوصی انستیتونه لغوه کړه چی ۱۴ پاس زده کړیالان فارغوی یا ۱۴ پاسو کسانو ته دنده ورکړ

    عجیبه داده یو کس چی هیڅ خپل درسی صنف ته حاضری نه ورکوی مګر تنها خصوصی پوهنتون مسولینونو پیسی ورکوی او په بدل کی د لیسانس سند ورکوی آیا هغه به وتوانیږی چی د افغانستان اداره تنظیم کړی او به خپل جیب لپاره کار وکړی

    همدا دولت ده چی خپل کارمندانو ته یی ډول ډول ستونزی جوړی کړی دی او لوړ پوړی چارواکی خپل خپلوان مقرروی مګر څوک نشته چی په ټولو اداراتو کی سروی وکړی چی د اشرف غنی په دوران کی څومره د خصوصی انستیتونو او پوهنتونو فارغ شوی کسان مقرر شوی چی له فایدی څخه زیان زیات دی

    لکه څرنګه چی ټولو ته معلومه ده اشرف غنی یو اقتصاد پوه ولسمشر ده مګر دده په دوره کی بیکاری او د اقتصادی زیان سره افغانستان مل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب