پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وایي له افغانستان سره یې سوداګري مخ پر ودې ده

ایران وایي له افغانستان سره یې سوداګري مخ پر ودې ده

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) ایراني چارواکي وایي، چې هره ورځ د اسلام کلا د بندر له لارې افغانستان ته په زرګونه ټنه سوداګریز توکي صادروي.

د ایران حکومت ویلي وروسته له دې چې په بندري سیمو کې ستونزې کمې او امکانات ډېر شول د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري هم مخ پر ودې شوې ده.

سرچینه وایي، په ورځني ډول د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته تر ۲۵۰۰ ټنه پورې سوداګریز توکي صادروي.

د ايراني چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو توکو کې تر ډېره ساختماني، سون، اغوستلو او نور اړتیا وړ توکي شامل دي.

د دوی په خبره ایران به له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېر فعالیت کوي او هڅه یې دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او راکړه ورکړه لا ډاډمنه شي.

خو بل لورته افغان صنعتګر پر افغان حکومت نیوکه کوي او وایي څنګه چې لازمه ده دوی ته یې د صادراتو په برخه کې ستونزو ته رسیده ګي نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب