Homeخبرونهملګرو ملتونو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د رایو په اکثریت هغه پرېکړه‌لیک تایید کړی چې له مخې یې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د دایمي اوربند پر راتلو ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، په افغانستان کې دې روانه جګړه پای ته ورسېږي او په دغه هیواد کې دې دایمي اوربند او ثبات رامنځته شي.

ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل یو مثبت ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه به له یادو مذاکراتو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم افغان حکومت او ډېر بهرنیو هیوادونه له طالبانو په افغانستان کې د دایمي اوربند د رامنځته کولو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...