Homeخبرونهطالبانو د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې پر دوو کلیو برید کړی

طالبانو د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې پر دوو کلیو برید کړی

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې په دوو کلیو طالبانو بریدونه ترسره کړي دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور رسنیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له دوو خواوو په چهارکنت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو او پاڅون کوونکو پر کورونو برید وکړ.

دی زیاتوي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دا په وروستۍ اونۍ کې دویم ځل دی چې طالبان په دې ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو او پاڅونوالو برید کوي او د امنیتي سرتیرو تر څنګ ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اړوي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...