جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما په افغانستان کې خپل ماموریت یوکال نورهم تمدید کړ

یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت یوکال نورهم تمدید کړ

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې خپل ماموریت یو کال نور هم غځولی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، چې یوناما به په افغانستان کې یو کال نورهم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په یاد سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، د سولې هڅو په لړکې افغانستان کې د یوناما د کارونو دوام له دغه هېواد څخه د ملګرو ملتونو د بشپړ ملاتړ مانا لري.

نوموړې دغه راز هیله ښودلې، چې دوحه کې روانې خبرې به په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%d9%85%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%af%d8%a7%db%8c%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%88%d8%b1%d8%a8%d9%86%d8%af-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%86%d9%87-%d9%88%da%a9%da%93/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب