جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارګ له سي بي اېس نيوز سره د طالبانو خبرې ناهیلي کوونکې...

ارګ له سي بي اېس نيوز سره د طالبانو خبرې ناهیلي کوونکې بللي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) ارګ له سي بي اېس نیوز سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو وروستۍ خبرې د سولې د روحیې پر ضد بللې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو دا خبرې، چې غواړي د افغان ځواکونو مسوولیت پر غاړه واخلي، د سولې روحیې خلاف دي.

صديقي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو دا ډول خبرې د افغانستان د وګړو او نړیوالې ټولنې لپاره، چې د یوې تلپاتې سولې په لټه کې دي، اندېښمنونکي او ناهیلې کوونکې دي.

د یادونې ده، چې سي بي اېس نیوز د طالبانو د سیاسي دفتر د یو غړي له قوله ویلي، چې دوی ته باید لږ تر لږه پنځه وزارتونه ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې د یو بشپړ اسلامي نظام تر چتر لاندې له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هم کومه ستونزه نه لري.

https://taand.net/%da%ab%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%90%d8%b4-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%86%da%93%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a8%d8%b4%d8%b1%d8%af%d9%88%d8%b3%d8%aa/

1 COMMENT

  1. نو تاسی کوم ګللان کرلی دی ټول سرمایه ګزار د هیواده نه د وتلو په حال کی دی فقر او بی روزګاری او غلاوی اوج ته رسیدلی دي هر څه غواړي وریی کړی چه سوله راشی سرمایه بیرته راوګرځي غلاوی ختمی شی او دوی خو نه غواړی چه ملی اردو ختمه شی بلکی له سیاسی برخلیک څخه به یی وساتي ددی خلکو یوه یی خبره وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب