شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهګوترېش په افغانستان او نړۍ کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې

ګوترېش په افغانستان او نړۍ کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش یو ځل بیا په افغانستان او نړۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

ګوترېش ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه ترسره شي او په خبره یې د ده په کلنۍ وينا کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر دې وي، چې په نړۍ کې د روانو جګړو لپاره د پای ټکی پیدا کړي.

هغه د بین الافغاني خبرو پیل ته په ښه سترګه ګوري خو وایي یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غواړي، چې نور دې جګړه ودروي او ژر دې بشري اوربند وکړي.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې له امله یې د منځني ختیځ او افریقا په ډېرو هېوادونو کې اوږدې جګړې درېدلې دي خو، په افغانستان کې طالبانو له دغه اوربند سره تر دې دمه توافق نه دی کړی.

اوس د خلکو هيلې ډېرې شوې، چې ښايي د سولې په روانو خبرو کې پر اوربند هوکړه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب