جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمولوي عبدالحکیم: په پوره زغم باید ستونزو ته حل پیدا کړو

مولوي عبدالحکیم: په پوره زغم باید ستونزو ته حل پیدا کړو

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) طالبان وایي دوی واک ته د رسېدو او انحصار لپاره نه بلکې په هېواد کې د یوه پیاوړي اسلامي نظام د جوړېدو لپاره مبارزه کوي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د بین الافغاني مذاکراتو پرونۍ غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي دا یو غوره فرصت دی چې افغانان په خپلو کې سره ناست دي او د ستونزو د له منځه وړلو پر سر خبرې کوي.

د هغه په خبره افغانان باید د بهرنیانو له فشار پرته په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي، اسلامي مرکزي پیاوړی نظام جوړ کړي او بهرنیانو ته په خپل هېواد کې د مداخلې اجازه ور نه کړي.

د نوموړي په وینا چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او له افغان لوري سره خپلو مذاکراتو ته په پوره زغم ادامه ورکوي.

مولوي عبدالحکیم د مذاکراتو له ټولو برخوالو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د ټولو ستونزو لپاره په اسلامي چوکاټ کې معقولې حل لارې وړاندې کړي.

ده همداراز ویلي د مذاکراتو برخوالو ته باید هغه پرېکړې مهمې وي چې په افغاني او اسلامي چوکاټ کې ځایېږي نه هغه چې بهرنیان یې د فشار له لارې غواړي.

دا خبرې د دواړو لوریو لخوا تیره ورځ د مرکچي پلاوو ترمنځ په لومړنۍ مذاکراتي غونډه کې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. الله ج دی داوړه غاړو ته توفیق په اتفاق او اتحاد ورکړی، د هر افغان او مسلمان په زړونو کښی یو امید پیدا سوی چی کیدای سی له دی خبرو وروسته افغانستان کښی تل پاتی سوله راسی. اوس نو په قطر کښی چی د دواړو غاړو مشران سره ناست نو د خلکو اول امید او سترګی خدای پاک ته دی او دوهم تاسو ته. اوس خدای دی ستاسی په زړونو کښی ترحم پر دی ملت او خلکو پیدا کړی چی دغه خبری کامیابی سی. او دا باید له یاده ونه باسو چی د محشر په ورځ به له تاسو پوښتنه کیدونکی ده ځکه د ټولو افغانانو د بربادی او یا هم آبادی مسولیت مو اخیستی.

  2. پښتو متل دی چې وایي ، ړوند له خدایه څه غواړي ؟ ویل یې دوه سترګې .
    د افغانستان خلک له خدایه سوله غواړي . مونږ خپل رب ته په پنځو وختونو لمانځه کې دعا کوو چې خدایه د دواړو لوریو خصوصا د طالبانو په زړونو کې رحم واچوې چې دوی هم د اسلامي او قرآنې ارشاداتو په رڼا کې د « وَالصُّلْحُ خَيْرٌ ۗ » امر پرځای کړي ، اوربند وکړي او د افغانانو له وینو تویلو ډډه وکړي . نور به هرشی خدای ج سم کړي خو د افغانانو له وینو تویلو نه لاس واخلئ .
    تاسو هم نور له باجوه او قریشي سره پټې او ښکاره خبرې مه کوئ . په خپلو منځونو کې د « وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ » امر پرځانونو تطبیق او عملي کړئ .
    وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى ﴿۴۷﴾

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب