جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې د خبرو برخوال وايي، په ښه روحیه خبرو ته دوام...

د سولې د خبرو برخوال وايي، په ښه روحیه خبرو ته دوام ورکوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۴) په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان د سولې خبرې لا په ابتدايي پړاو کې روانې دي، د افغانستان حکومت یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تشدد کم کړي او اوربند ومني.

د سولې د خبرو ګډونوالو تاند ته وویل چې تر دې دمه د دواړو خواوو مرکچیان په ښه روحیه خبرو ته دوام ورکوي خو د توقع خلاف یې تراوسه د رسمي خبرو اجنډا او د خبرو د اخلاقي ضوابطو تګلاره نه ده بشپړه کړې.

د شنبې په ورځ له پرانستونکو ویناوو وروسته د دواړو خواوو پنځه – پنځه کسیزو کاري ډلو د اجنډا په جوړولو کار پیل کړ او ټاکل شوې وه چې تر نن پورې بشپړه شي.

د دې کاري ډلې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل «تراوسه دواړه خواوې په تفاهم او د یو بل منلو په روحیې پر مخ روان دي خو لا هم ژورو بحثونو ته داخل شوي نه یوو لیکن خبرې مو روانې دي او ژر به هغه موضوعات په ګوته کړو چې باید بحث پرې وشي.»

په همدې حال کې د افغانستان حکومت نن یو وار بیا د اوربند غوښتنه وکړه، ویې ویل چې د قطر له غونډې یې هیله ده چې په افغانستان کې به اوږدمهال اوربند اعلان کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله ویلي و چې طالبان ممکن په دې شرط اوربند ته غاړه کښېږدي چې نور بندیان یې خوشي شي.

د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د قطر په خبرو کې د افغانستان د حکومت مرکچیان په هیواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا لپاره د اوربند او په نهایت کې د دایمي سولې په لټه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب