جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بادغیس پخوانی سناتور او قومي مشر له ۵ تنو نورو کسانو...

د بادغیس پخوانی سناتور او قومي مشر له ۵ تنو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: د بادغیس ځايي چارواکي وايي ددغه ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر حاجی رنګین مشکوانی د وسله والو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

دا پېښه نن له غرمې وروسته د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ اړوند مبارکشاه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ابکمري ولسوالۍ ولسوال خدا داد صیب ویلي چې طالبانو حاجي مشکوانی او  ورسره پنځه نور کسان له موټره ښکته کړي او په ډزو وژلي دي.

ویل کېږي حاجي رنګین په بادغیس کې همېشه د قومي او سیاسي لانجو حل کولو او په سیمه کې د خلکو د منسجم کولو لپاره هڅې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او تل داسې اشخاص په نښه کېږي چې د ولس لپاره کار کوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو حکومتي چارواکي تل د داسې پېښو پړه په طالبانو ور اچولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب