جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د امریکا جګړه: له ۲۰۰۱ کال راهیسي ۱۵۷ زره کسان...

افغانستان کې د امریکا جګړه: له ۲۰۰۱ کال راهیسي ۱۵۷ زره کسان وژل شوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د واټسون په نامه یو امریکایي څېړنیز بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۵۷ زره کسان وژل شوي دي.

راپور کاږي، په دې ۱۵۷ زره کسانو کې نظامیان، ملکیان او وسله وال مخالفین شامل دي.

راپور کې وړاندې راغلي، په دې موده کې د ځمکنیو جګړو، هوایي بمباریو او ماین چاودنو له امله، ۴۳ زره ولسي وګړي، ۶۴ زره نظامیان، او ۴۲ زره وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

افغان دولت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا راپور داسې مهال خپریږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات اوس هم دوام لري.

1 COMMENT

  1. سلامونه,
    د لویدیځو سازمانونو ارقام کره او د,اعتماد وړ نه دي. دا ځکه چې په افغانستان کښې هره ورځ کم تر کمه 200 کسان وژل شوي او وژل کېږي. کچېرې د همدې رقم بر بنسټ باندې یوه خورا ساده محاسبه وکړو نو لاندې عدد لاس ته راځي:
    20x200x365=1460000
    یعنې د تېرو 20 کلونو په لړ کښې کم تر کمه یو نیم میلیون افغانان وژل شوي دی. زما محاسبه هم یو خوشبینانه محاسبه ده ځکه داسې ورځې هم وې چې تر 500 کسانو پورې هم افغانان هم وژل شوي دي. مونږ پخپله د دې پېښو ژوندي شاهدان یوو نو درواغجنو لویدیځو سازمانونو ته چې بیطرفه نه دي, اړتیا نشته. د هغه افغانانو دپاره چې د لویدیځوالو سره په مذاکرو باندې بوخت دي ضروري ده چې د پورتنیو ارقامو پر بنسټ باندې خپل حق وغواړي , نه د هفه ارقامو پر بنسټ باندې چې لویدیځ درواغجن سازمانونه یې وړاندې کوي.
    اما د ددې قربانیانو حق د کومي مرجع څخه وغواړو او څوک یې و غواري.
    په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب