شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤل سره پر افغان...

ولسمشر غني د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤل سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: ولسمشر اشرف غني د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسؤل جوزپ بوریل سره ټیلفوني خبرې وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني او جوزپ بوریل د سولې خبرو په ملاتړ، د جمهوریت ارزښتونو او په افغانستان کې د سرتاسري اوربند په هکله خبرې کړي دي.

په دغه ټیلفوني مکالمه کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول ویلي، دوی طالبانو ته دا پیغام رسولی چې له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د راتلونکي ملاتړ ډول په دې هیواد کې د جمهوریت د ارزښتونو ساتنې پورې اړه لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې بوریل ویلي، په یوه مناسب فرصت به افغانستان ته سفر وکړي او هلته به د جمهوریت له ارزښتونو خپل ملاتړ اعلان کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان راتلونکی نظام دوحه کې د افغان او طالب مذاکراتي پلاوو د خبرو یوه برخه ده، خو دا لا معلومه نه ده چې دواړه لوري به په څه ډول نظام سره سلاح شي.

که څه هم د افغانستان دولت په جمهوري نظام ټینګار کوي، خو طالبان بیا په افغانستان کې د امارت او اسلامي نظام د جوړولو خبرې کړې ده.

باید وویل شي چې امریکا او ځینو نورو هېوادونو هم ویلي چې په افغانستان کې اسلامي امارت نه غواړي او د جمهوریت څخه به په راتلونکي کې هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب