یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د غزني د ولسي جرګې ټاکنو ته دې زمینه برابره...

ولسمشر غني: د غزني د ولسي جرګې ټاکنو ته دې زمینه برابره شي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: ولسمشر غني وايي د غزني ولسونه دې ولسوالۍ په ولسوالۍ د ډاډمن امنیت په موخه سره یو ځای او منسجم شي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر غني نن غرمه د غزني له یو شمېر مشرانو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، د غزني بندونه به جوړ شي او زیاته کړې یې ده چې په غزني کې د درې موجوده فاجعو څخه یې دوه هغه یې د دفع کول په حال کې دي.

هغه زیاته کړې غیرمتوازن پرمختګ د ولایتونو په درجو نه جبرانېږي نو د دې لپاره باید نوي معیارونه وټاکل شي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د غزني ولسونه دې د وحدت د لا تامین لپاره په خپلو کې عادلانه پایلو ته ورسېږي، څو حکومت ورته په نږدې راتلونکي کې د ولسي جرګې د ټاکنو زمینه برابره کړي.

غزني یواځینی ولایت دی چې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې پکې ددغه ولایت د اوسېدونکو له خوا د رامنځته شویو اختلافاتو له امله تر اوسه ځنډېدلي، خو دا چې څه وخت به تر سره شي په اړه یې دقیق معلومات نشته.

1 COMMENT

  1. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، د غزني بندونه به جوړ شي او زیاته کړې یې ده چې په غزني کې د درې موجوده فاجعو څخه یې دوه هغه یې د دفع کول په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب