جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان افغانانو ته د وېزې شرایط اسانه کوي

پاکستان افغانانو ته د وېزې شرایط اسانه کوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۴) په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، پاکستان به افغانانو؛ په ځانګړي ډول محصلانو، سوداګرو، پانګوونکو او ناروغانو ته د وېزې شرایط اسانه کړي.

د ګلف نیوز د راپور له مخې، منصور احمدخان د یکشنبې په ورځ وویل، د دې نوې پالیسۍ هدف دا دی چې هغو افغانانو ته اسانتیا برابره شي چې پاکستان ته د درملنې، زدکړو او سوداګرۍ لپاره سفر کوي.

ده دا هم وویل چې سوداګرو ته به لا ډېره اسانتیا رامنځته کړل شي.

د پاکستان سفیر، چې په خپله یې افغانانو ته د وېزې د مقرراتو د نوې پالیسۍ د مسودې په جوړولو کې برخه لرلې، همداراز وویل، په دې اړه وړاندیز نهايي شوی او ژر به فدرالي کابینې ته د تصویب لپاره ولېږل شي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%b3%d9%88%d8%af%d8%a7%da%ab%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%da%a9%db%90-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d8%ae%d8%aa-%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a/

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د منصور احمدخان په قول لیکلي چې سوداګرو، زده کوونکو او پانګوالو ته به پاکستان ته د څو ځلي تګ راتګ (مولټي پل) وېزې ورکړل شي.

ده دا هم ویلي چې سوداګرو او محصلانو ته به د وېزې اوسنی سیستم پای ته ورسوي چې له پاکستان څخه له وتلو وروسته یې وېزه تمامیږي او باید نوې وېزه واخلي او یا د اوږدمهالې وېزې لپاره باید یو ځل د هرې میاشتې په پای کې ووځي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګریو د کورونا وایرس تر خپرېدو وړاندې د ورځې ۲ زره افغانانو ته وېزې ورکولې.

د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزې موافقې پر اساس وېزه وړیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب