یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد طالبانو په ملاتړ د خواجه اصف ټویټ غبرګونونه پارولي

د طالبانو په ملاتړ د خواجه اصف ټویټ غبرګونونه پارولي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خواجه محمد اصف د قطر د بین الافغاني خبرو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملابرادر عکس په خپله ټویترپاڼه کې خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي:

«قدرت ستاسو دی خو خدای زموږ دی، الله اکبر»

خواجه اصف څه موده د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی.

ده د وزارت په موده کې د نورو پاکستاني چارواکو په شان د طالبانو ملاتړ یا له دې ډلې سره خواخوږي ردوله.

تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو ريیس د کابل د وروستي سفر په لړ کې ورته په ښکاره وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کړی او مشران یې په پاکستان کې دي خو پاکستان نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې بشپړ واک ولري.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي خواجه اصف دا ټویټ د ګڼو خلکو له غبرګون سره مخامخ شوی.

د ټویټر یوه کاروونکي کاشف داوړ ورته لیکلي:

«تر دې زیات څه ثبوت پکار دی چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي….. د خدای روی دی که مو دا ګند (کثافت) دومره خوښ وي پنډۍ (راولينډۍ) ته یې درولئ. هلته چې هر څه ورسره کوئ، ویې کړي خو پښتانه یې له شره خلاص کړئ.»

یوه بل لیکلي، خواجه اصف له دې باور سره سره چې له طالبانو سره خدای ملګری دی، لا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي نه په پاکستان کې.»

خو د خواجه اصف په پلوي د ټویټر یوه کاروونکي اصف حیات کښلي«د حمید ګل صاحب دا خبره نن رښتیا شوه چې ویلي یې و: آی ایس آی د امریکا په مرسته امریکا ته ماته ورکړې ده.»

5 COMMENTS

  1. دا طالب که د امریکا دښمن وای نو سلماني غوندې به یې په هوا کې وژلی وای. که د پاکستان دښمن وای نو داسې به یې وژلی وای لکه ملی اردو.

  2. خواجه ته باید وویل شي که دومره پر طالبانو میین یاستئ، مهرباني وکړئ هلته په اسلام آباد کې قدرت ورته تسلیم کړئ چې زړونه مو باغ باغ شي .

  3. د خواجه ساب د څرګندونو په وړاندی د غبرګون مخکی ، خپله پورته عکس د یوویشتمی پیړی تر ټولو کومیک او تراژدیک عکس دی.
    د تصنعی مظلومیت او تصنعی ماتی خوړلو او تصنعی ماتی ورکولو یو لوی کاذب نندارتون دی.
    د ( استعمارِ فرا نوین ) د توطئو د کلکسیون یوه بله جالبه نمونه ده.
    د یوویشتمی پیړی د متمدن او غیر متمدن او لیبرال او مارکسیسټ او دیندار دار او بی دین انسان په احساساتو د سپکو لوبو یو مهیب او ویروونکی سټاډیوم او لوبغالی دی.
    شمېره ئې تر سبا پوری.
    په نولس سوه دوه اتیا یا درې اتیا کال کی زه د المان په هامبورګ کی اوسیدم.
    د مشهوری سندرغاړی ( چی ډیر اوریدونکی ئې د سِند په غاړه کی تږی ساتلی دی ) خُسر د مجاهدینو د رهبر پتوګه هامبورګ ته په تبلیغی – ګدائی سفر راغلی ؤ.
    کومه ورځ ټاکل سوی وه چی رهبر ساب د ښار په یوه ډګر کی راغلی کسانو ته خپله وینا واوروی.
    زه هم دی بانډار ته پر ټاکلی وخت ورغلم.
    د ابوحنیفه خلیفه تشریف راوړ، اُتو کړې ږیره، یخ بریتونه، غوړی څوڼی، رانجه سوی سترګی، شنه ( د کمونیزم د مرمۍ ضد ) لنګوټه.
    امّا
    سمعی او بصری مقتدیان ئې:
    موږ څو سپېره پښتنو پرته نور ټول مقتدیان ئې المانی او افغانی مائوئیسټان ( چینائی مارکسیسټان ) وه.
    عجیب منظره وه.
    خلیفه صیب د کمونیزم د مړی د جنازې لمونځ پیل کړ
    خو
    په خطبه کی ئې وویل:
    کمونیزم بد سړئ ؤ او بد سړئ دی خو نه هر کمونیزم.
    منظور ئی دا ؤ چی د شوروی د کمونیزم په قبر غ… منډم خو د چین کمونیزم پر خوله مچوم.
    تئاتر ( وبخښی د کمونیزم د مړی د جنازی لمونځ) خلاص سو البته خوند او ثواب ئی تر اوسه د خلیفه صیب او مقتدیانو په لمنو او قبرونو او تالوګانو او ستونو کی نڅاوی کوی.
    عینِ د جنازی مراسم یو ځل بیا تکرار کیدونکی دی
    البته دا ځل امام بل او مړی بل او مقتدیان نور دی.
    د هامبورګ د جنازی مراسم د هامبورګ او پیښور په کچه او سطحه وه
    خو
    د دوحی د جنازو او ژوندو د لمانځه د مراسمو اغیز او تأثیرات به زموږ د ټولی جغرافیا او تاریخ د هډوکو تر مغز پوری نفوذ وکړی چی تر ټولو وړوکی تأثیر او د ثواب خوږوالی او شیرینی ئې د خوجه او خوجه ګانو او پنجابیانو په تالو او ژبه کی د احساس وړ ده.
    سړئ څه ووائی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب