یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني رسماً د عبدالله برخه نوماند وزیران خپلو دندو ته معرفي...

ولسمشر غني رسماً د عبدالله برخه نوماند وزیران خپلو دندو ته معرفي کړل

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت د جوړېدو هوکړې له مخې نن ولسمشر غني په رسمي توګه د عبدالله برخه نومان وزیران خپلو دندو ته معرفي کړل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ددغو وزیرانو د معرفي کېدو په مراسمو کې ویلي، افغان دولت د رهبرۍ ډله مطلق متحده، ژمنه او همفکره ده او په خبره یې چې څوک له کوم ځای او ادرس څخه راغلي دي پای‌ ته ورسېده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، تر دې وروسته د هر وزیر کار د رهبرۍ ټیم سره دی نو خلکو ته خدمت او ځواب ویل یې باید په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

د فرمان له مخې، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ، محب الله صمیم د سرحدونو، بشیر احمد ته‌ینج د کار او ټولنیزو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو، انوارالحق احدي د کرنې، معصومه خاوري د مخابراتو، عباس بصیر د لوړو زده کړو، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ او کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارتونو لپاره د نوماند وزیرانو په توګه وټاکل شول.

د وزیرانو د معرفي کېدو په دغه غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د افغانستان کابینې ته داخلېدل له ټولو نورو هویتونو سره خدای پاماني او په یو ملي هویت بدلېدل دي، چې هدف یې افغان ولس ته خدمت کول دي.

هغه د یادو وزراتونو نوو نوماند وزیرانو ته په خبرو کې ویلي کابینه د دولت د رهبرۍ ملاتړ له ځانه سره لري او باید د یوه واحد ټیم په توګه افغانانو ته خدمت او خپلې کاري برنامې په همدې اساس ترتیب کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب