Homeخبرونهپه ارزګان کې د يونيسف ولايتي دفتر پرانيستل شو

په ارزګان کې د يونيسف ولايتي دفتر پرانيستل شو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۴) په افغانستان کې د يونيسف عمومي مشر ډاکتر ابوبکر وايي، د فعاليت هدف يې د ماشومانو په برخه کې د روغتيايي، ښوونيزو او يو شمېر خدمتونو وړاندې کول دي.

هغه له خلکو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، په دغه ولايت کې ماشومان د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د ستونزو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

ددغه ولايت د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو او ځوانانو د يونیسف ادارې له فعاليت څخه د هرکلی ترڅنګ له خپل طرف د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ارزګان کې د يونيسف موسيسې په ګډون دامهال اته نورې موسيسې هم په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...