Homeخبرونهيونان د ترکیې د ګواښونو له کبله له فرانسې وسلې پېري

يونان د ترکیې د ګواښونو له کبله له فرانسې وسلې پېري

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د مدیترانې سمندر پر سر د ترکیې او یونان ترمنځ لفظي شخړه اوج ته رسېدلې ده.

يونان ویلي، چې د انقرې د ګواښونو له کبله یې پرېکړه کړې ده، چې له فرانسې څخه د دوه میلیارده یورو په ارزښت وسلې او نور جنګي توکي وپېري.

د راپورونو له مخې، په دغو وسلو کې ۱۸ رافیل جیټ الوتکې، یو شمېر چورلکې او دوه جنګي بېړۍ شاملې دي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاک ویلي، غواړي د ترکیې پر وړاندې خپله پوځي وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...