جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستاني سوداګر په تورخم کې له سخت مالي زیان سره مخ...

پاکستاني سوداګر په تورخم کې له سخت مالي زیان سره مخ دي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) پاکستاني سوداګر وایي، چارواکي په تورخم بندر کې ترې غیر قانوني پیسې اخلي او دې چارې دوی ته سخت زیان رسولی دی.

دوی زیاتوي، چې تر کورونا وبا مخکې دا ستونزه نه وه خو په خبره یې اوس د صادراتو او وارداتو برخه کې ستونزې لا ډېرې شوې دي.

پاکستاني سوداګر وایي په دې سره  دوه اړخیزه سوداګري هم ډېره کمه شوې ده.

سوداګر وایي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به په ټولو بندرونو کې ستونزې هوارېږي او اسانتیاوې به برابروي خو د دوی په خبره، تر اوسه ورته نه یوازې دا چې اسانتیا نه ده برابر شوې، بلکې لا یې ستونزې ډېرې شوې دي.

دو تېره ورځ هم ویلي وو، چې تورخم دروازه د ټولو وړو او لویو موټرو پر مخ تړل شوې او پولیس ترې غیرقانوني پیسې غواړي.

بل لورته پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...