جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ وايي د درېیم ځل ولسمشرۍ وړتیا هم لري

ټرمپ وايي د درېیم ځل ولسمشرۍ وړتیا هم لري

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دویم ځل ټاکنو کې یې بریا خپله ده او د درېیم ځل ولسمشرۍ وړتیا هم لري.

هغه چې نن یې د امریکا په نوېډا ایالت کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، په پام کې لري چې د امریکا د ۲۰۲۴ میلادي کال ټاکنو ته هم ځان نوماند کړي.

ټرمپ ویلي که د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند کوم غړی بریا ته ورسېږي، نو د امریکا اقتصاد به له صفر سره ضرب کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په ډیموکرات ګوند توندې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې ددوی په بریا سره به ملت له یوې تاریخي ماتې سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د ټرمپ منتقدانو داسې څرګندونې کړې وې چې د ټرمپ د سرزورۍ له امله ښايي د امریکا راتلونکې ټاکنې له ستونزو سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...