جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ننګرهار په یوه روغتون کې د مهماتو ډیپو کشف شوې

د ننګرهار په یوه روغتون کې د مهماتو ډیپو کشف شوې

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د فاطمة الزهرا روغتون د بیارغونې پر مهال یې په دغه روغتون کې د مهماتو یوه ډیپو کشف کړې ده.

د راپورونو له مخې له دغې ډيپو څخه بېلا بېلې وسلې او مرمۍ تر لاسه شوي دي.

د مهماتو دغه ډیپو په یاد روغتون کې د وینې بانک د بیارغونې د کار پر مهال موندل شوې او داسې معلومېږي چې په هېواد کې د داخلي جنګونو په وخت کې جوړه شوې وه.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه ډیپو کې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او لاسي بمونه هم کشف شوي دي.

د سرچینې په وینا کشفي ادارې په دې برخه کې خپلو پلټنو ته دوام ورکوي تر څو په روغتون کې د بیارغونې د کارونو لپاره زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې په یاد روغتون کې خلکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول هم ځنډېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...