جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ټول شرایط بشپړ شوي، اوس وخت دی چې اوربند وشي

اروپايي ټولنه: ټول شرایط بشپړ شوي، اوس وخت دی چې اوربند وشي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: اروپايي ټولنې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کې پر دوامداره اوربند ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې استازي په خپلو خبرو کې ویلي په افغانستان کې د اوربند ټول شرایط پوره شوي دي او اوس هغه وخت رارسېدلی چې ښکلیل لوري اوربند وکړي.

اروپایي ټولنه وايي د سولې دغه روانه پروسه دې د افغانانو له لوري مدیریت او نړیواله ټولنه دې د افغانستان خپلوکۍ ته احترام ولري.

یادې ټولنې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د لږکیو، زیانمن شویو ډلو او مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی دی او له ښکلیو خواوو یې غوښتي چې روانې خبرې دې په پوره حوصله مندۍ مخته یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي او یو شمېر نور مشران او د ځینو هېوادونو استازي د افغانستان په سوله خبرې کوي.

افغانانو دغو خبرو ته ډېر خوشبین دي او له دواړو لورو غواړي چې د افغانستان لپاره داسې پرېکړه وکړي چې د هېواد راتلونکی روښانه او افغانانو نور د پردۍ جګړې قرباني نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب