جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزد تظاهر کلچر | فیصل جلال

د تظاهر کلچر | فیصل جلال

زما د پلار یو ملګری دی، سواد نه لري؛ خو په جوب کې یې هر وخت لُکس قلم ایښی وي.
زه ځینې وخت هغه ځوانان وینم، چې جېم (د بدن جوړونې کلب) ته ځي، د دوی اندام دومره نه وي جوړ چې له عادي بلوزه ښکاره شي، دوی په لاسي تنګ او چسب بلوز اغوندي، چې اندام یې ترې ښکاره شي.

زموږ یو بل کلیوال دی، شروط الصلات یې هم نه دی لوستلای؛ خو لس دوولس متره اصلي سپین پاج یې همېشه په سر وي. لباس یې د دین د عالمانو لباس ته ورته دی. زموږ دغه کلیوال کله کله زموږ کره راځي. یو ځل راغلی و، جومات ته لاړ، زموږ بل جوماتوال چې ولید؛ نو سم دم عالم ورته ښکاره شو، ورته یې وویل: «مولوي صاحب ستړی مشې.» بل وارې چې راغی «ملا صاحب» شو. ما خوش طبي ورسره وکړه، ورته ومې ویل: کومه ورځ دې لمانځه ته مخکې نه کړي. ده راته وویل: «دومره هم جاهل نه یم، یو لمونځ خو په پټه خوله هم ورکوم.»
پوښتنه دا ده، چې ځینې کسان تظاهر ولې کوي؟
د دې پوښتنې یو ځواب دا دی، چې هغه کسان چې تظاهر کوي او غواړي چې نور چې څنګه دي، دوی دې هم هماغسې وي؛ د حقارت احساس کوي، دغه احساس دوی دې ته مجبوروي چې تظاهر وکړي.


هغه انرژي چې پر تظاهر یې مصرفوو، ښه ده چې پر هغه عمل یې مصرف کړو، چې تظاهر یې کوو. په دې سره به مو دوې ګټې کړې وي. یو؛ د خلکو سترګو ته به له خاورې اچولو راوګرځو، ځکه خاورې سترګې ړندوي. تظاهر ګټه نه ده، که څوک ګټه ورته وایي هم، د نورو تاوان پکې دی. اوس به یو کس وایي، په تظاهر کې د نورو څه تاوان دی؟
زموږ هغه کلیول چې د دین د عالمانو تظاهر کوي، اکثره وخت داسې خبرې کوي، چې اساس یې خرافات وي، زموږ ټولنه د مذهب پر وړاندې حساسه ده، خلک ممکن د ده خبرې په اسانه ومني. زموږ د کلیوال تظاهر به د خرافاتو په ترویج کې مرسته نه وي کړې؟
دویم؛ پر تظاهر ضایع شوې انرژي که پر هماغه کار، چې تظاهر یې کوو مصرف کړو، له تظاهره به مو فاصله نیولې وي او د یوه کمال یا هنر خاوند به یو.

د ۱۳۹۹ د وږي ۲۰مه

1 COMMENT

  1. په وروسته پاته ټولنه او کلیوال ماحول کې په جیب کې قلم ګرځول، هم لویه خبره ده ښه پیغام درلودلی شي. که نور نه وي د قلم له و جودي اړخ سره د ساده کلیوال مینه د ستایلو وړ ده. سپین پاج پرسر کول هم عیب نه دی. تاوان یې په څه کې دی؟
    شاغلي فیصل جلال خبره یاده کړې، خو تشریچ کړې یې نه ده، جملې یې سره مروړلې دي. ګومان کوم دی پخپله د انتخاب شوي عنوان سره هومره بلد نه دی لکه چې یې اټکل کوي. همدغه کار ته هم د جلال له تعبیر سره سم «تظاهر» ویلای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب