جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله د بين الافغاني خبرو په څنډه کې د یاد هېواد دبهرنيو...

عبدالله د بين الافغاني خبرو په څنډه کې د یاد هېواد دبهرنيو چارو له وزير سره لیدلي

تاند ( شنبه، د سنبلې ۲۲) د افغانستان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشرعبدالله عبدالله په قطر کې د بین الافغاني خبرو په څنډه کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره لیدلي دي.

له یادې شورا خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله په دغه لیدنه کې ویلي، قطر ته یې د راتګ موخه افغانستان کې د تلپاتې سولې په موخه یو سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%be%d8%b1%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84/

په ورته وخت کې جاسم نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې پوره هڅه کوي څو، افغانستان کې روانه جګړه هر څه ژر پای ته ورسېږي.

نوموړی داسې مهال د سولې د بین الافغاني خبرو په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزير سره لیدنه ترسره کوي، چې هم مهاله ورسره د طالب او افغان پلاوي ترمنځ نن مخامخ خبرې پيل شوې.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%87%d9%85%da%a9%d8%a7%d8%b1%db%8c%d9%88-%d8%b3%d8%a7%d8%b2%d9%85%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7/

د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو د دې خبرو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

افغانان هم نن تر بل هر وخت سولې ته ډير هیله من دي او وایي له خبرو ښکاري، چې یوې مثبتې پایلې ته به رسيږي او افغان ولس به په سوله ییزه فضا کې ژوند کوي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d8%b9%d9%85%d9%88%d9%85%d9%8a-%d9%85%d9%86%d8%b4%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%da%86%db%8c%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب