جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپومپیو: هیله ده افغانان په دې تاريخي ناسته کې سولې ته ورسېږي

پومپیو: هیله ده افغانان په دې تاريخي ناسته کې سولې ته ورسېږي

تاند ( شنبه، د سنبلې ۲۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او له دې پروسې بشپړملاتړ کوي.

پومپیو په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو په څنډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې زیاته کړې: « په دوحه کې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ ناسته تاریخي وه او هیله لري، چې دا خبرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب وګرځي.»

په ورته مهال عبدالله پومپیو ته ډاډ ورکړی، چې سوله د افغان دولت او ټولو افغانانو لومړیتوب دی او قطر ته  د دوی راتګ هم د روانې اوږدې جګړې لپاره د سوله ییزې حل لارې موندل دي.

په ورته مهال پومپيو بیا په ټویټر لیکلي، دې پړاو ته د بین الافغاني مذاکراتو رسېدو ډېره قرباني اخیستې ده او له دې مذاکراتو څخه ګټه پورته کول هم سخت کار او قربانۍ ته اړتیا لري.

نوموړی د بین الافغاني مذاکراتو ښکېلو خواوو ته په اشارې سره وایي:«تاسو به د خبرو په جریان کې له ډیرو ننګونو سره مخ شئ. کله چې تاسو له داسو ننګونو سره مخ کېږئ، په یاد کې راولئ چې تاسو نه یوازې د دې نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو استازولي کوئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله له دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي او پر افغان سوله غږېدلي دي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d9%8a%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%be%d9%87-%da%85%d9%86%da%89%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af/

2 COMMENTS

  1. سوله د ټولو افغانانو ارزو او یواځنی خواهش دی مګر د اوربند پرته دا خبرې هیڅ معنی نلري. باید اوربند د خبرو د پیلیدو لومړی شرط وي کنه دا خبرې بې معنی او بې ځایه دي. خبرې خو امکان لري اوږدې شي مګر دعامو خلکو خوندي کیدل باید یقیني شي. ځکه په جګړه کې اکثره عام افغانان وژل کیږي.

  2. چی دا ناسته به د ( نس ) ناسته وی او که د ( بس ) ناسته؟
    هیله ده د ( بس ) ناسته وی چی ټول ناسته وال ټاکلی منزل ته ورسیږی که څه هم منزل ته د رسیدو پر مسیر او لیاره ډیر هیبتی هیبتی غرونه او دښتونه او شیلی او حساس پُلونه او د اهلی او غیر اهلی حیوانانو رمې تر سترګو کیږی البته منزل ته د رسبدو اطمنان به رښتینی وی یا نه وی خو دا خبره باید ومنل سی چی ځینی شتمن او خیټور جادوګران او کوډګران همدا اوس هم ددې ( ناستی ) د نتائجو او پایلو په څرنګوالی خبر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب