Homeخبرونهد ناټو عمومي منشي او د چین د بهرنیو چارو وزیر د...

د ناټو عمومي منشي او د چین د بهرنیو چارو وزیر د بین الافغاني مذاکراتو د پیل هرکلی کړی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) ناټو وایي تمه لري چې مذاکرات په افغانستان کې د لسیزو جګړه ختمه کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بین الافغاني خبرو د پيل په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وویل ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو دغه خبرې باید د افغانانو د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي.

د ناټو عمومي منشي همدا راز ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید یوې هوکړې ته ورسېږي او وکړی شي چې دلته د لسیزو تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د افغان حکومت ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

په همدې حال کې چین هیله څرګنده کړې ده چې پیل شوې خبرې د افغانانو د نېکمرغۍ لامل شي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې وایي، دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دي.

نوموړي په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسمو ته خبرو کې ویلي، هېواد یې غواړي پیل شوې بین الافغاني خبرې په افغانستان کې د روانې اوږدې خونړۍ جګړې د پای او د ټولو افغانانو د نېکمرغۍ لامل شي.

وانګ یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې زیاته کړې، دا بهیر باید منظم او د افغانستان شرایطو ته په کتو ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...