جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان: حکومت او طالبان باید داسې جوړجاړي ته ورسېږي...

د اسلامي همکاریو سازمان: حکومت او طالبان باید داسې جوړجاړي ته ورسېږي چې نړیوالو ته د منلو وي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان مشر وايي، هیله لري چې د افغان حکومت او طالبان تر منځ مذاکرات به روانه جګړه ختمه کړي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسمو کې وویل، هیله لري چې دا خبرې په افغانستان کې روانه اوږدمهاله جګړه پای ته ورسوي او افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې دا سازمان د افغان سولې له روان بهیر بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر پر ښکیلو خواوو غږ وکړ چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره تېر هېر کړي او هر راز اختلافات یو خوا ته پرېږدي.

هغه وايي افغانان باید د ملي ګټو په پام کې نیولو سره روانې خبرې پر مخته یوسي.

هغه دغه راز زیاته کړې، د افغانستان حکومت او طالبان باید داسې سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي چې نړیوالو ته د منلو وړ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب