پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونههند: د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له مذاکراتو ملاتړ...

هند: د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوو

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) هند وايي د ټولو هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ددایمي سولې سبب ګرځي او روانه جګړه ختموي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د هند استازي د خبرو پر مهال ویلي دوی د ټولو هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړل کېږي او په دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

هند یو ځل بیا ژمنه کړې چې د سولې لپاره د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او دغه راز د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي وده کې به هم خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

هند وايي دوی تر دې وړاندې هم د افغانستان پر مهمو بنسټیزو پروژو پانګونه کړې ده او یو ځل بیا ژمن دي چې د اړتیا پر مهال به په ټولو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب