جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهناټو وايي، بین الافغاني مذاکرات باید د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې...

ناټو وايي، بین الافغاني مذاکرات باید د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې وساتي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: ناټو وايي تمه لري چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بین الافغاني خبرو د پيل په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وویل، ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو په خبره یې دغه مذاکرات باید د افغانانو د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي.

سټولټنبرګ دغه راز په ټینګار سره وویل چې دواړه خواوې باید یوې هوکړې ته ورسېږي او وکړی شي چې په افغانستان کې د لسیزو تاوتریخوالی چې قربانیان یې عام افغانان دي پای ته ورسوي.

ناټو د تېر په څېر وايي چې د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د افغانستان حکومت ملاتړ ته به دوام ورکوي.

ناټو تر دې وړاندې هم څو څو ځلې ویلي چې د افغان حکومت او افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي او یواځې به یې نه پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...