جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان له نړیوالو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ دې د مذاکراتو...

پاکستان له نړیوالو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ دې د مذاکراتو پایلې ته درناوی وکړي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: پاکستان وايي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو حل لاره جګړه نه شي کېدی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پيل په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خپلو خبرو پر مهال وویل، پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او خبرو اترو پيلیدو کې مرسته کړې ده.

نوموړی بین الافغاني مذاکراتو ته په کتو سره وویل یوه اوږده شپه پای ته رسېږي او روڼ سهار پیل کېږي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل د بین الافغاني خبرو پیل د ګډو هڅو پایله ده چې نن ورځې یې ټول شاهدان دي.

قریشي وايي دوی په کراتو ویلي چې د افغانستان جګړه پوځي حللاره نه لري او افغان مشران باید له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي.

د هغه په وینا افغانان کولی شي چې دغو مذاکراتو کې پرېکړه وکړي او خپل راتلونکي برخلیک وټاکي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پر دوام ویلي پاکستان هم د افغان جګړې څخه زیانمن شوی، خو باید تر دې وروسته تېرې تېروتنې بیا تکرار نشي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له نړیوالو غوښتي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر او د مذاکراتو پایلې ته درناوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب