پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: هیله لرم پیل شوي مذاکرات د بې رحمانه جګړې د...

حامد کرزی: هیله لرم پیل شوي مذاکرات د بې رحمانه جګړې د پای سبب شي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي تمه لري چې پیل شوي مذاکرات په افغانستان کې د بې رحمانه خونړیو جګړو پېټی د افغانانو له اوږدو ټيټ کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مذاکراتو د پیل په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي په مذاکراتو کې ددواړو لورو استازو او پلاوي ته په کار ده چې د لنډ مهاله او شخصي یا حزبي ګټو پر ځای د افغانستان اوږدمهاله او دایمي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه زیاته کړې، دلته د جګړو د پای ته رسېدو لپار کار وکړئ، له رامنځ ته شوي فرصت دې پوره ګټه پورته کړل شي او په پوره حوصله مندۍ دې د پیاوړي افغانستان لپاره بحثونه وکړي.

پخواني ولسمشر دغه راز ویلي چې که افغانان په خپلو کې یووالي ته سره ورسېږي نو دلته به پردۍ مداخلې او جګړې ختمې شي او افغانستان ته به د یوه پیاوړي او خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شي چې د سیمې او نړۍ لپاره به ګټور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب