Homeخبرونهملا برادر: مذاکرات باید په پوره حوصله مندۍ مخ ته یوړل شي

ملا برادر: مذاکرات باید په پوره حوصله مندۍ مخ ته یوړل شي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د طالبانو د مشر ملا هبت الله سیاسي مرستیال نن په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په پرانیستغونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مذاکراتو لار به له ډېرو خنډونو ډکه وي نو ددې اړتیا ده چې دغه بهیر په پوره حوصله مندۍ او زغم مخ ته یوړل شي.

هغه ټینګار کړی چې دوی د سولې او په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام غوښتونکي دي او دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هغه له امریکا سره د سولې پر شوې هوکړه هم خبرې وکړې.

د هغه په وینا طالبانو پر دې هوکړه عمل کړی دی او امریکا ته هم په کار ده چې د سولې پر هوکړه عمل وکړي.

ملا هبت الله وویل چې دوی به د جګړې د پای ته رسېدو او افغانستان د پرمختګ لپاره مذاکراتو ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...