پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو پرانیست غونډې ته پومپیو هم وینا وکړه

د بین الافغاني خبرو پرانیست غونډې ته پومپیو هم وینا وکړه

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډې ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وینا وکړه.

هغه ویلې ” ویاړم چې نن له تاسو سره یم.

د هغه په وینا زه د قطر د جاللتمآب مرستیال صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر او زما ملګري، شیخ محمد، نه مننه کوم چې لدې هڅې نه یې اوږد مهاله ملاتړ کړی.

د نوموړي په وینا نن یو رښتینی ستر مناسبت دی او افغانانو له ډېرې مودې وروسته له یو بل سره د ناستې لاره انتخاب کړې
تر څو د خپل هېواد لپاره نوی مسیر غوره کړي.

د هغه په خبره دا هیله پارونکې شیبه ده او دا چې موږ د رڼا په لور ګورو، موږ د څلورو لسیزو د جګړو تورتمونه، بایلل شوي ژوندونونه او فرصتونه
هم یادوو.

پومپیو زیاته کړې متحده ایالتونه به هیڅکله د خپلو متحدینو او شریکانو پیوستون هیر نکړي چې د دې جګړې د ختمولو لپاره، په اوږدې مبارزې کې له موږ سره ولاړ دي، نن موږ هغوی هم یادوو او درناوی یې کوو.

د نوموړي په خبره متحده ایالتونه به هیڅکله هم د سپتامبر ۱۱ هیره نکړي او موږ د طالبانو د دې ژمنې هرکلی کوو چې د القاعدې په ګډون، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نکوي او نه به هغوی ته پر افغان خاورې د روزنې، جلب وجذب او یا د بسپنې ټولولو اجازه ورکړي.

هغه ویلې، موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري د ورته ژمنو هرکلی کوو او افغانستان باید بیا هیڅکله د نورو هېوادونو د ګواښولو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

پومپیو ویلې دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسیدلی یو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت
کار او قرباني ته اړتیا شته تر څو د مذاکراتو پایله یوه پاېدونکې سوله وي.

هغه زیاته کړې زموږ له پلوه، متحده ایالتونه د یوه خپلواک، یو موټي او ولسواک افغانستان ملاتړ کوي چې له ځان او
ګاونډیو سره په سوله کې واوسیږي.

هغه ویلې” زه یوازې د دغو کړنو غوښتنه کولای شم او تاسو به د افغانستان د تاریخ راتلونکی څپرکي ولیکئ.

د هغه په خبره موږ هیله لرو چې دا څپرکي به د پخلاینې او پرمختګ څپرکي وي، نه د اوښکو او وینې بهیولو بله
تاریخچه.

پومپیو ویلې، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې داسې پریکړې وکړئ چې له جګړې او فساد نه مو لرې وساتي او د سولې او سوکالۍ په لور مو یوسي او زه له تاسو غوښتنه کوم چې د تېرو دوو لسیزو ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنې وساتئ او وده وړکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب