پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه د سولې د پرمختګ لپاره د دوحې د هوکړې پرعملي...

اروپایي ټولنه د سولې د پرمختګ لپاره د دوحې د هوکړې پرعملي کېدو ټینګار کوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی مارکس پوتزل وایي د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره باید د دوحې هوکړه عملي شي.

مارکس پوتزل داسې مهال د دوحې پرهوکړې ټینګار کړی، چې نوموړي په دوحه کې د طالبانو د قطر دفتر له ځینو غړو سره کتلي دي.

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د بین الافغاني خبرو پر پیل، د پاتې زندانیانو پر خلاصون او د تاوتریخوالي پر کمښت خبرې شوې دي.

پوتزل په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه باید عملي شي او د دغه هوکړې مطابق دې بین الافغاني خبرې پيل او روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

https://taand.net/%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%b4%d9%8a%d8%8c-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستان ویلي، د بهرنیو چارو وزیر یې تیره ورځ له طالبانو په کلکه وغوښتل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان له حکومت سره ژر خبرې پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر پلاوي ته ویلي، چې بین الافغاني خبرې د سیمې امنیت یقیني کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب