جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان وایي تازه بدلونونو افغان سولې ته هیلې ډیرې کړي

پاکستان وایي تازه بدلونونو افغان سولې ته هیلې ډیرې کړي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیرځانګړی استازی محمد صادق وایي هیله لري، چې ډېر ژر افغان خاوره کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ومومي.

صادق ویلي، چې د سولې په برخه کې تازه بدلونونو د افغان سولې لپاره هیلې ډېرې کړې دي.

هغه یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او په خبره يې هڅه کوي په دغه هېواد کې د روانې اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې صادقانه ونډه واخلي.

محمد صادق زیاته کړې، چې دوی له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو خبرې کوي او په خبره يې هڅه روانه ده څو بین الافغاني خبرې ژر پيل شي.

په ورته مهال اروپايي ټولنې بیا په افغان سوله کې د پرمختګ لپاره د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%b1%d9%85%d8%ae%d8%aa%da%ab-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب