دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا، ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګرۍ پرملاتړ تورنوي

امریکا، ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګرۍ پرملاتړ تورنوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) د امریکا سفیرې کلي کرافټ وايي، چې ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګر ایران ملاتړ کوي.

نوموړې داسې مهال امنیت شورا او ملګري ملتونو د ترهګرو پرملاتړو تورنوي، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په امنیت شورا کې غوښتنه کړې څو پر ایران دې لګول شوي بندیزونه راوګرځول شي.

په ورته وخت د امنیت شورا ټولو غړو د امریکا د دایمي استازې غوښتنې ته رد ځواب ورکړی دی.

یادې شورا د رایو په اکثریت سره پر ایران د بندیزونو د دوام لپاره د امریکا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، چې له قانوني اړخه امریکا دا کار نه شي کولی او غیر قانوني اقدام ته یې امنیت شورا رایه نه ورکوي.

د امریکا سفیرې کلي کرافټ بیا د امنیت شورا د دې پرېکړ په غبرګون کې وسلي، چې امنیت شورا د ترهګرو ترڅنګ ولاړه ده او د ترهګر ایران ملاتړ کوي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران پر وړاندې د امریکا پر وروستیو اقداماتو غبرګون ښودلی وو او یادې شوار ۱۳ غړو په لیک کې د ایران پر وړاندې د امریکا وروستي اقدامات غیر قانوني بللي وو.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%88-%d9%85%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%93%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب