دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳ ولسي پاڅونوال او ۱۳ طالبان...

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۳ ولسي پاڅونوال او ۱۳ طالبان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو او مملې سیمو کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي.

خوږیاڼی زیاتوي په ځوابیه بریدونو کې په مملې کې شپږ او قيلغو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه راز په دې نښته کې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي او زیاتوي د طالبانو ۶ جسدونه هم په سیمه کې پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړه دغه راز په دې نښته کې کې  درې پاڅون کوونکي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د والي ویاند وایي، چې دغه راز په مملې سیمه کې په نښته کې د سیمه ییزې اردو ۱ سرتیری وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب