دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد جګړې قربانیان: په جګړه کې دې اسلامي او افغاني مقدسات خوندي...

د جګړې قربانیان: په جګړه کې دې اسلامي او افغاني مقدسات خوندي شي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) په ننګرهار کې د جګړې قربانیانو د یوه لاریون پرمهال د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې اسلامي او افغاني مقدساتو ته دې درناوی وکړي.

لاریون کوونکو په ټینګار سره وویلي، چې ښکېل لوري دې جګړه بس کړي او ژر دې د سولې خبرې پیل کړي.

دوي وویل، د جنګ جګړو له امله په مسجدونو، مدرسو، ښوونځیو، هدیرو او ښارونو کې چاودنې شوي، چې د دوی په خبره نور یې نشي زغملی.

په ورته مهال دیني عالمانو هم د جګړې پر ښکیلو غاړو غږ وکړ، چې روان تاوتریخوالی دې بند د سولې بین الافغاني خبرې دې پيل کړي.

بل لورته د دې لاریون مشر او د شرقي زون د شهیدانو د وارثینو د ټولنې مشر ښایسته لعل حسیني هم د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي، چې د وینې توېیدنې دا وضعیت دې ژر بدل او سولې ته غاړه کیږدي.

ننګرهار کې د جګړې قربانیان داسې مهال لاریون ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې هیلې زیاتې شوي او تمه ده ژر بین الافغاني خبرې پیل شي، خو ورسره هم مهاله جګړې هم زور اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب