دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه...

ننګرهارکې د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ژوبل شوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۵) د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په حصارک سیمه کې د زیاتو ورښتونو له امله نن سهار د یوه کور دیوال غورځېدلی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼی وایي په دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي، د دیوال غورځېدو له امله د هغې کورنۍ ۲ تنه مړه شوي او ۴ نور یې ټپیان دي، چې په خبره یې د دوو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه وایي په ټپیانو او مړو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د زیاتو ورښتونو له امله زورور سیلابونه راوتلي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%d8%ae%d8%aa%d9%88-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%87/

1 COMMENT

  1. که عمیق متوجه شو د هری واقعی په اخر د جنګ د دوام نتجه ده۰
    د جنګ د دوام نتجه خراب اقتصاد دی۰که اقتصاد سم شی د طبیعی واقعاتو د مخ نیوی لپاره استنادی دیوالونه د سیلابونو مخنیوی کولای شی۰
    سرکونه به جوړ شی ترافیکی واقعات به کم شی۰
    دا هو د غریبی او بیچارګی نه د خټو په کورونو کښی ژوند کوو۰ د قوی اقتصاد سره
    محکم او قوی کورونه جوړولای شو چه د طبیعی واقعاتو مخنیوی کولای شی۰
    نو طالیبانو د لوی خدای په لوی قهر او مصیبت اخته شی د جنګ لاس واخلی
    چه دا مظلوم او غریب ولس ځانته عادی ژوند برابر کړی۰
    ټول مړه دی خدای وبخښی او مریضانو ته دی خدای شفا ورکړی۰
    په ژوندو دی خدای رحم وکړی چه له دغه مشکلاتو نه خلاص شی۰
    د هر وطندار تاجک هذاره اذبک ترکمن بشتون په مرګ می ذړه درد کوی

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب