Homeخبرونهمیدان وردک کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

میدان وردک کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي

تاند، چهارشبنه د سنبلې ۵: د میدان وردک ځايي چارواکي وايي تېره شپه ددغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ په څو کلیو کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.

د چارواکو په وینا تر اوسه د سېلابونو راوتلو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پینځه کسان مړه شوي دي.

د میدان وردکو د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک وايي یاد بارانونه پرون د مازیګر له څلورو بجو پیل شوي چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

نوموړی زیاتوي تر ټولو زیات زیانونه د ذيولايت، زيمنيو، علي خيلو، قول بوتون او د کاسان سیمې اوسیدونکو ته اوښتي دي.

هغه په خپله خبرو کې ویلي، حکومت تر اوسه د پېښې له قربانیانو سره لازمې مرستې نه دي تر سر کړي.

اخوا د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان د ختیځ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې د نورستان په مرکز پارون او دغه راز د کابل – جلال اباد او کابل – ګردېز لویو لارو په ګډون د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو راوتو له امله زیانونه اوښتي دي.

د یو بل خبر له مخې نن سهار وخته د پروان مرکز چاریکار ښار کې سېلابونه راوتلي او په لسګونه کسان یې مړه او ټپيان کړي دي.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%d8%ae%d8%aa%d9%88-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d9%84%d9%87-%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...