جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۸ طالبان وژل...

کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۸ طالبان وژل شوي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: د کندهار ځايي چارواکي وايي وسله طالبانو ددغه ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ برید کړی دی.

د راپورونو له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېرې شپې د نن سهار تر اوو بجو نښتې دوام کړی چې امنیتي پوځیان پکې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعا کوي.

چارواکي وايي د طالبانو برید یې پر شا تمبولی او په یاده نښته کې یې ۱۸ طالب جنګیالي وژلي خو امنیتي ځواکونو ته یې د اوښتې مرګژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

د سرچینې په خبره اوسمهال په سیمه کې چاڼېز عملیات پیل شوي دي.

د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ له زابل او ارزګان سره پر پوله پرته ده چې وخت ناوخت ترې پکې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...