یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسیګار: د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ۵۰ سلنه پولیس په نشه...

سیګار: د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ۵۰ سلنه پولیس په نشه یي توکو اخته دي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: سیګار وايي د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ۵۰ سلنه پولیس په نشه یي توکو اخته دي.

پر روڼتیا د څار بنسټ یا سیګار وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار او ارزګان کې نږدې ۵۰ سلنه پولیس په نشه یي توکو روږدي دي.

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي ددې سربېره په جنوبي ولایتونو کې ۷۰ سلنه پولیس هم له رواني ستونزو سره مخامخ دي.

دغې ادارې د پولیسو په لیکو کې د نشي توکو کارول د اندېښنې وړ خبره ده او په دې برخه کې یې له افغان حکومت څخه د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې هم د پولیسو په لیکو کې د نشه یي توکو د استعمال خبرونه ورکړل شوي دي.

1 COMMENT

  1. اوس يې هم سمه شمېره نه ده یاده کړې، د پولیسو ستره سلنه په مخدره موادو روږدي دي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب