دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههند د کابل بالاحصار تاریخي ودانۍ رغوي

هند د کابل بالاحصار تاریخي ودانۍ رغوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۵) ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، اغا خان بنسټ د هند په مالي مرسته د کابل بالاحصار تاریخي ودانۍ جوړوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل د بالاحصار د رغولو هوکړه لیک پرون دوشنبه په افغانستان کې د هندوستان سفیر ویني کومار او د اغاخان بنسټ ډیپلوماتیکې استازې شهیره زاده هرجي تر منځ لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار د کابل بالا حصار یو تاریخي ځای وباله او زیاته یې کړه هیواد یې د داسې تاریخي ودانیو د بیا رغولو لپاره لېوال دی.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني هم د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې وویل، د افغانستان تاریخي اثار د دغه هیواد تېر یادونه ور یادوي او په وینا یې بالاحصار یو سمبول نه بلکې یو تاریخ دی چې د لویو کارونو په کولو کې د افغانستان د خلکو مبارزه او وړتیا ښیي.

د یادونې ده چې د کابل بالاحصار ودانۍ په تېرو څو کلونو کې په نظامي اډه بدله شوې او هیڅ راز پاملرنه نه ده ورته شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب