دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهویلسن: افغان چارواکې دې په خپلو خبریالانو ویاړ وکړي

ویلسن: افغان چارواکې دې په خپلو خبریالانو ویاړ وکړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۵) په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن ویلي، افغان چارواکې د دې پرځای چې خپل خبریالان بلاک کړي باید پرې وویاړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر راس ویلسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغان خبریالان په سختو شرایطو کې تر خپلو خلکو واقیعتونه رسوي، د دې پر ځای چې پر دوی ویاړ وشي ځینې افغان چارواکې يې بلاکوي چې دا هیڅ ده منلو وړ نه ده.

داسې ښکارې چې د راس ویلسن دغه ټویټ د افغانستان بانک د سرپرست رئیس اجمل احمدي د هغه کار پر وړاندې غبرګون دی چې څو ورځې وړاندې یې له خپلې ټویټر پاڼې ګڼ شمېر افغان خبریالان بلاک کړي وو.

ځیني خبریالان وایي، په تېرو څو ورځو کې پر اجمل احمدي د انتقادونو له امله نوموړي په ټویټر بلاک کړي دي.

راس ویلسن دغه راز ټینګار کړی چې د یو دموکراتیک دولت اساس او پایه شفافیت ده او دغه راز یې د بیان د ازادي ساتل د ډموکراسي ساتل بللي وو.

ویلسن زیاته کړې، امریکا د هغه کسانو ملاتړ کوي چې له دولتي چارواکو او رهبرانو د ځواب غوښتونکي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب