یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ۶ ولایتونو کې سختو سېلونو تر اوسه نږدې ۲۰۰ کسان مړه...

په ۶ ولایتونو کې سختو سېلونو تر اوسه نږدې ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان کړي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي تېره شپه ددغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د سختو بارارانونو ورېدو له کبله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې د ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي په چاریکار کې د سېلابونو راوتو له امله د مړو شمېر ۳۸ تنو ته رسیدلی او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلې شهکار په خبره تر دې دمه ۲۵ جسدونه او ۴۰ ټپیان د پروان ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه وايي په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. او په خبره یې ددې سېلابونو له امله په لسګونه د هستوګنې ځایونه تخریب شوي دي.

د پروان د والي ویانده زیاتوي چې د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

بلخوا بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پروان ته رسېدلی او مسؤلو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د خلکو د ژغورلو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

نوموړی وايي د دغو سېلابونو له امله څه کم ۳۰۰ کورونه تخریب شوي دي.

د پروان ولایت اوسېدونکي له مرکزي حکومت د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

په ورته مهال ولسمشر غني هم په دغې پېښې خواشیني ښودلې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې قربانیانو ته عاجلې مرستې ورسوي.

دوهم تعقیب:

د پروان سربېره د هېواد په څو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې تر اوسه یې ۷۶ کسان وژلي دي.

بېړنیو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د یادو سېلابونو له امله په پروان کې د ۷۲، په ننګرهار کې د دوو او په وردکو ولایت کې هم د دوو کسانو مړینه او د نږدې ۱۰۰ کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي.

په ټپیانو کې ۶ کسان په ننګرهار او وردکو او پاتې نور په پروان کې ټپيان شوي دي.

ددغه وزارت ویاند احمدتمیم عظیمی وايي په کاپیسا، پنجشیر، لوگر، پکتیا، کونړ، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي چې انساني تلفات نه لري.

هغه زیاتوي چې دغو سېلابونه د ځاني زیانونو سربېره سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ښاغلي عظیمي په خبره مسؤلې ادارې هڅه کوي تر څو ددې سیمو اوسېدونکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب