یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد نرګس نهان په ګډون د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۹ کارکوونکي...

د نرګس نهان په ګډون د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۹ کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شول

د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست او ددې وزارت ۱۸ تنه مرستیالان، سلاکاران او کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شول.

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۵: د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانۍ سرپرسته نرګس نهان او ددغه وزارت ۱۸ تنه پخواني او اوسني مرستیلان، سلاکاران او کارکوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شول.

د راپورونو له مخې دا کسان د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

دغه کسان د هرات ولایت د غوریان د مالګې د کان د استخراج په هکله د کانونو او پیترولیم وزارت او د ناصر امید د استخراجي شرکت تر منځ د استخراج د تړون له بیاکتنې څخه وروسته لوی څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

لویې څارنوالۍ ته په معرفي شوو کسان کې د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو او کارمندانو څلور ډلې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت د غوریان د مالګې د کان د استخراج قرارداد په ۱۳۹۶ کال د جدي په میاشت کې لاسلیک شوی وو.

2 COMMENTS

  1. د څارنوالانو غواوي یې لنګې کړی.
    له دي ښه وه چې په مرموز ډول یې وژلای وای.
    هغوي به هم ترې یو څه واخلې،لکه نورو سره چاې څه وشول هماغه شان.
    یا دي ورباندې اسلامي قانون تطبیق کړي،که د خارجي میلمنو له ویرې دا کار نشو کړای.نو ساده خو سخته سزا یې زما په اند چې ډېره به اصلاحی بڼه لري هغه دا ده چې:
    مخ دي ورتور کړل شي او خره دي سپاره کړل شي،د خره په لکۍ پسي دي تشه ټیمې ډبه وتړي او په هغه کې څو کاڼې واچوي د ښار په یوه یا دوه واټونو دي وګرځوي خلک دي پوه کړل شي چې دوی دا جرم دا یې سزا.
    که په رښتیا غله اوسې هله که هسې شخصیتونه بدناموي نو له هغوی سره دي دا کار وکړی.

    په خدای ج قسم که څوک بیا غلا ته نږدې شي.

  2. په ډېرې خواشینۍ سره چې دا وړۍ به شړۍ نشي. ځیني څارنوالان د وېرېدلو له امله او ځیني د پاک نفس د نه درلودلو له کبله نشي کولای دغو خلکو ته دوسیې جوړې او یا هم محکمې سزا ورکړي. درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب