دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له استاد سیاف سره کتلي

ولسمشر غني له استاد سیاف سره کتلي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۵) ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی.

خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د استاد سیاف د پوښتنې ترڅنګ له هغه سره د هیواد پر روان وضعیت بحث کړی.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغان سولې د پروسې په اړه هم مفصل بحث شوی.

ولسمشرغني دغه لیدنه وروسته تر هغه کوي چې په دې ورستیو کې د سولې پروسه له ځينو خنډونو سره مخ شوې او ورځ تر بلې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کېږي.

ولسمشر د زندانیانو د خلاصون فرمان د لویې جرګې تر پرېکړې وروسته لاسلیک کړ خو لا هم ډېره برخه رندانیان نه دې ازاد شوي او لامل یې هم د ځينو هیوادنو فشار ښودل شوی چې هغوی نه غواړي افغان حکومت دې دغه بندیان ازاد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب